د اسد ۲۴مې ورځې د نمانځنې په موخه د مهترلام ښار د ښکلا چارې روانې دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۸:۲۳
د ښار ښکلا

د اسد د ۲۴مې د فتحې ورځې د نمانځنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د ښکلا او منظمولو چارې روانې دي

په یادو کارونو کې د ښار د ګلدانونو رنګول، د فلزي او ټوټیي بېرغونو لګول، د فتحې ورځې د مبارکۍ او عامه پوهاوي بېنرونو نصبول، او په برېښنايي تنویري پایو کې د ښکلا لپاره د رنګینو ګروپونو لګول شامل دي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وايي، یادې چارې د اسد د ۲۴مې ورځې په درناوي ترسره کېږي چې ټول ښار به په رڼاګانو او بېرغ باندې وپوښل شي
یاده دې وي چې د اسد ۲۴مه، د افغان ملت د قربانیو، سرښندنو او خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ورځ ده چې هر کال په ټول هېواد کې د ویاړ، ملي غرور او خاصو مراسمو سره نمانځل کېږي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS