د حاجیانو کلي د سرک دویم فاز چارې چې د اجتماعي ستونزو له امله ځنډېدلې وې، نن رسماً پیل شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۹
پروژه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۱۵ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د دوهمې ناحیې اړوند د حاجیانو کلي د سرک دویم فاز چارې نن پیل شوې

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه لیدنه وکړه او د چارو د چټک او معیاري پرمخ بېولو په موخه یې د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي وویل، چې د سرک کارونه د ځینو اجتماعي ستونزو له امله ځنډېدلي وو، خو اوس یادې ستونزې حل شوې او چارې یې په رسمي ډول پیل شوې دي. 
نوموړي زیاته کړه، چې تمه ده د دې سرک چارې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې د سرک د پراختیا په مسیر کې یې خپل کورونه په خپله خوښه ونړول، څو د پروژې د تطبیق زمینه برابره شي
د یادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري ګڼو بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS