د درېیمې ناحیې اړوند د اریک ګدر اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۰:۸
ګذر وکيل

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی سیدالرحمن پرواز د محمد جلال زوی د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اریک ګذر اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د درېیمې ناحيي مدیر انصار الله او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو

د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي سیدالرحمن پرواز ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي

په پای کې وکیل پرواز د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام تر څنګ د اریک ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS