د زرغونتیا مدیریت له لوري له امراضو او حشراتو څخه د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې پیل شوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۴۴
دواپاشۍ

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړي لارښونه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو باندې د دواپاشۍ چارې پیل شوې، چې یاده چاره به په ټولو پارکونو کې عملي شي

د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان وویل، چې یاده دواپاشي د نیالګیو، بوټو، ګلانو او چمنونو د بېلابېلو امراضو او زیان‌رسوونکو حشراتو څخه د ساتنې په موخه ترسره کېږي، تر څو شنې ساحې خوندي پاتې شي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته شي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت د ښار د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا لپاره وخت پر وخت دا ډول اقدامات ترسره کوي، ترڅو پارکونه او عامه تفریحي ځایونه د ښاریانو لپاره زرغون وساتل شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS