د لغمان د عامې روغتیا رئیس له مهترلام ښاروال سره وکتل
د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد نیازي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره وکتل او د ښار د روغتیايي چارو او همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې
د لیدنې په پیل کې د عامې روغتیا رئیس ښاروال ته د نوې دندې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه به له مهترلام ښاروالۍ سره بشپړه همکاري کوي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د عامې روغتیا رئیس له راتګ څخه مننه وکړه او ښاروالۍ یې د ټولو ادارو ګډ کور وباله
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ښاري خدمتونو د ښه والي او د خلکو د هوساینې په موخه به له عامې روغتیا ریاست سره په بېلابېلو برخو کې نږدې همکاري ولري
په دې لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د خلکو د خدمتونو د ښه کولو په اړه هم خبرې وشوې
