د لوی اختر له رخصتۍ وروسته د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۶:۴۳
 تنظیف


د لوی اختر له رخصتۍ وروسته نن د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په خانګړې لارښونه د تنظیف مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راوویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د اختر د پاتې شونو او کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او کثافات یې د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شول

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکو د اختر په شپو او ورځو کې هم د ښار په مختلفو ساحو کې خپل تنظیفاتي چارې ترسره کولې او ښاریانو لپاره یې یو پاک او منظم چاپېریال برابر کړی وو

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS