د مهترلام ښاروالۍ د پنځو ملکیتونو ازاده مزایده ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د پنځو ملکیتونو د ښاروالۍ هوټل، مسلخ ( حلالې ځای) شاپینګ مال، د ارچهار لومړی او دویم مارکیټ مزایدې ترسره شوې
د هوټل مزایده پرون چهارشنبه سهار لس بجې د مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې د ۲۱ داوطلبانو ترمنځ د تعین شوې کمېټې په حضور کې وشوه چې محمد اصف ولد عبدالقدیر د ۲۸ زره افغانیو نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمیرل شو.
همداراز بیا د مسلخ مزایده د ۱۵ داوطلبانو ترمنځ ماسپښین دوه بجې د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې ترسره شوه چې ضیاء الحق ولد نجیب الله د ۲۷۰۹۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
بل خوا د شاپینګ مال مزاید د ۳ داوطلبانو ترمنځ سهار لس بجې ترسره شوه چې عرفان الله ولد حاجي محب الله د ۵۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره بریالی شو
همداراز د ارچهار لومړي مارکیټ مزایده بیا د ۵ داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه چې بشیر احمد ولد شیرعلي ۳۴ زره او ۱۰۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو
وروستۍ مزایده بیا د ارچهار د دویم مارکیټ د ۷ داوطلبانو ترمنځ وشوه چې محمد یوسف ولد الهام الدین د ۸۰ زره افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
