د مهترلام ښاروالۍ له لوري ۲ جریبه ځمکه له غصب وژغورل شوه
د لغمان ولايت مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند R2 پلان کې شامله شاوخوا دوه جريبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه
د مهترلام ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي وویل، ياده پلاني ځمکه باندې د يو تن لخوا ۱۰ موټره تيږه او دوه موټره شګه اچول شوې وه او غوښتل یې چې په دغه ځمکه باندې غير قانوي ابادي وکړي، چې انجنیرانو او د څلورمې ناحيې مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه، هغه تيږه چې په ياده ځمکه باندې د غیرقانوني ابادۍ په موخه اچول شوې وه، راټوله او په ښاروالۍ کې مهرلاک شوه
نوموړی وايي، د مهترلام ښاروالۍ د پلانونو اړوند ځمکو باندې به هيچا ته د غيرقانوني ابادۍ او غصب اجازه ور نکړل شي او د مخنيوي په موخه به یې جدي او لازم اقدام ترسره کېږي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پلاني ساحو کې د غیرقانوني غصب او ابادۍ مخه نیول شوې او یو شمېر غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول شوې دي
