د مهترلام ښاروال په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۹:۲۳
اداري ناسته

 د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د تېر اداري مجلس ګرازش وړاندې شو او همدارنګه یو شمېر مهم موضوعات هم د بحث او کتنې لاندې ونیول شول
ناسته کې ښاروال له ټولو امرینو او مدیرانو مننه وکړه چې ورسپارل شوي کارونه یې په ښه شکل ترسره کړې دي
همداراز نوموړي وویل، چې کارونه باید د ټاکل شوي پلان مطابق ترسره شي، ترڅو له وخت څخه په ښه شکل ګټه پوره شي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو امرینو او مدیرانو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه چې تر راتلونکې ناستې پورې د هغو د ترسره کولو راپور ورسره شریک کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS