د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۴:۵۹
نيالګيو کېنول

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه د ۴ زره میوه لرونکو او غیرې میوه لرونکو نیالګیو کېنولو لړۍ نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د ښاروالۍ د امرینو، مدیرانو او کارکونکو له لوري پیل شوه
د یادو نیالګیو کېنولو پر مهال مهترلام ښاروال وویل: دا چې د اوسني نظام موخه او هدف وطن ابادول او سمسورول دي، هر څه یې په عمل کې ښودلي او نن مو د وطن د ابادولو او زرغونولو یوه بله لړۍ پیل کړه چې د مهترلام ښار په ټولو ناحیو کې به نیالګي کینول شي
د مهترلام اوسیدونکو او نبات پيژندونکو د ښاروالۍ رياست دغه کړنه وستايله او زیاته یې کړه چې په دې سره به مهترلام ښار نور هم زرغون شي، د اکسیجن تولید به زیات شي، ناروغۍ به کمې شي او چاپیریال به ورسره پاک شي
د یادونې وړ ده چې تیر کال بیا د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنول شوي ؤ چې د ټولو په منظم شکل ښه پالنه او ساتنه شوې ده

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۱۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د چمنونو او ګلدانونو د خړوبولو او منظمولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې، د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلدانونو، چمنونو او شنو ساحو د خړوبولو ترڅنګ د منظمولو چارې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۸
Background image

له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سرک د اساسي نقطو معلومولو چارې ترسره شوې

مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې ترسره کوي، چې اوس مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول. . .

BACK TO NEWS