د مهترلام ښار د مختلفو ساحو د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د مختلفو ساحو د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، تر څو ښاریانو ته یو پاک او منظم چاپېریال برابر شي.
په یاده برنامه کې هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
