د مهترلام ښار د هندواڼو پلورونکو څخه تعهد واخیستل شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۶
 تعهد

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت له لوري د مهترلام ښار له هندواڼو پلورونکو څخه د ښاري نظم او پاکوالي د تأمین په موخه تعهد واخیستل شو

د یاد تعهد پر مهال پلورونکو ژمنه وکړه، چې خپل کاروبار به یوازې په خپلو غرفو او د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کوي او له پلو لارو او عامه ځایونو څخه به د غیرقانوني استفادې ډډه کوي

همداراز د تخنیکي او مسلکي آمریت مسؤلینو یادو پلورونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښار پاکوالي، ښاري نظم او چاپېریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو فعالیتونو پر مهال د کثافاتو له خپرېدو مخنیوی وکړي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS