د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۴
د ښار د پلو لارو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ. یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، د ترافیکو مدیریت او د لومړۍ امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا عملي شو
ملا عباس ابراهیمي وویل، چې دوی د رحماني چوک څخه تر درې شمې چوک پورې په ځانګړي ډول د حاجي ایوب مارکیټ مخې ته د کمېسیون چارې ترسره کړې. په دې لړ کې هغه هټۍ وال او دوکانداران چې د خپلو جنسونو په اېښودلو سره یې د تګ راتګ لارې او د ویالو سرونه بند کړي وو، ټول په بشپړ ډول خلاص کړل شول
نوموړی وایي، د پلو لارو د خلاصون دا ډول کمېسیونونه به په دوامداره ډول ترسره کېږي، څو د ښار ترافیکي بهیر منظم او د ښاریانو د تګ راتګ لارې پرانستې پاتې شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ د ښار نظم او پاکوالي ته ژمن دی او په ورځني ډول خپل چارې ترسره کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS