د مهترلام ښار د یو شمېر ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د یو شمېر ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د تنظیف مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات او خځلې وېستل شوې او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځید
