د ناسمو دودونو د مخنیوي په موخه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان عملي کولو په پار غونډه ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۸:۶
غونډه

لغمان کې د ناسمو دودونو د مخنیوي او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۱۴۴۶/۰۹/۱۶ نېټې د (۱۷) ګڼه فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره یې کړی دی د تشریح په موخه د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست د هدایت پر اساس د مهترلام ښاروالۍ لخوا له یو شمېر علماء کرامو، ګذر وکیلانو، د مشورتي بورډ غړو، اصنافو استازو او ښاریانو سره غونډه ترسره شوه
په یاده غونډه کې مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ناسمو دودونو په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د ذکر شوي فرمان په ارزښت او ګټو هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د یاد فرمان په تطبیق سره به ټولنه د دنیا او اخرت له زیان او بدبختي څخه په آمن وي، ناسم رواجونه به ختم شي او د بې ځایه مصرف او لګښتونو مخه به ونیول شي
نوموړي د غونډې په برخوالو غږ وکړ، چې د یاد فرمان د پلي کولو او خلکو ته د رسولو په برخه کې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا او هڅه دې وکړې چې تر ټولو خلکو دا غږ ورسوي
د غونډې په جریان کې د مولوي ثناْالله ثاقب له لوري د مشرتابه فرمان په ماده وار شکل د غونډې ټولو ګډونوالو ته تشریح کړل شو
د غونډې په پای کې برخوالو د ناسمو رواجونو په خاص ډول د خېښۍ، ودونو او مصیبتونو پر مهال د بې ځایه مصارفو او غیر ضروري کړنو د مخنیوي په برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین یاد فرمان یو حیاتي او فوق العاده ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د فرمان ټول جزیات تر خپلو کلیو او کورونو رسوي او همدا راز د عملي کولو په برخه کې به یې هلې ځلې کوي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS