د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۲۹
کمیسیون

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو برخو کې خپل پراخ کمپاین ترسره کړ

یاد کمېسیون چې په ترکیب کې یې د مهترلام ښاروالۍ، لومړۍ امنیتي حوزې، ترانسپورټ مدیریت او د اصنافو ریاست مسؤلین شامل دي، د هغو دوکاندارانو او هټیوالو پر وړاندې عملي اقدام وکړ چې د جنسونو، ترپالو او بېلابېلو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې
 د کمېسیون له لوري د سرغړونکو دوکانونه مهرلاک او پلې لارې د ښاریانو پرمخ په بشپړه توګه پرانیستل شوې

د ترافیکو مدیر او د ګډ کمېسیون مشر مولوي حبیب‌الله مبارز وویل، چې د نن ورځې په کمپاین کې له درې‌شمعې چوک څخه تر رحماني چوک پورې د سرک دواړه غاړې په بشپړه توګه خلاصې شوې، نوموړي زیاته کړه، چې دا لړۍ به دوام ولري تر څو د ښار ټولې پلې لارې د ښاریانو پرمخ پاکې او خلاصې شي

همداراز ترافیکو مدیر ښاغلي مبارز وویل، چې د کمېسیون له لوري د لاسي کراچیو پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه مشخص شوي او ټول پلورونکي مکلف دي چې پر ټاکل شویو ځایونو کې خپل فعالیت ترسره کړي، هغه دا هم زیاته کړه، چې د ریکشو د منظم کولو لپاره هو یوه طرحه جوړه کړې چې د ولایت مقام له تائید وروسته به عملي شي

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د ګډ کمېسیون له لوري د ښاري نظم ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه شوې او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په ښار کې بې‌نظمي رامنځته کړي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د پراختیا، نظم او  ښاریانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه خپلې هڅې روانې ساتلې دي او په دې برخه کې به عملي اقدامات لا هم دوام ولري

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS