لغمان کې د ښاروالۍ له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۲۸
تنويري پايي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لومړۍ ناحيې اړوند د سطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون څلورلارې پورې د برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
بل اړخ ته بیا د څه کم دوه میلیونه افغانیو په لګښت  د پنځمې ناحیو په مربوطاتو کې د ده مَلخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې هم ترسره شوې دي
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دې او وايي، چې د تنویري پایو ترمیم او لګولو سره د ښار ښکلا زیاته شوې او تر ډیره د تګ راتګ سهولتونه برابر شوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS