مهترلام ښاروالۍ د پارکونو د شینوالي او ناروغیو مخنیوي لپاره دوا پاشي پيل کړه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۶:۵۸
دواپاشي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د دې ښار په ټولو پارکونو کې د نیالګیو، ونو، ګلانو او زینتي بوټو د حشراتو او نباتي ناروغیو د مخنیوي په موخه د دوا پاشۍ چاره نن رسماً پیل کړه
د دغې برنامې مشري د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع‌الله نیازي وکړه، چې د سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان‌الله اریان یې ملتیا کوله، نوموړي وویل، چې دغه دوا پاشي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت د هدایت له مخې پیل شوې ده
نیازي زیاته کړه:  دا چاره به د ښار ټول پارکونه، ونې، ګلونه او زینتي بوټي رانغاړي، ترڅو د حشراتو او امراضو مخنیوی وشي او ښاري چاپېریال لا زیات شین او ښکلی پاتې شي
نوموړي وویل: چې د دوا پاشۍ ترڅنګ، د پارکونو لپاره یو منظم د اوبو کولو سیستم هم دوی جوړ کړی، چې له مخې یې ټول پارکونه او د ښار ګلدانۍ په منظم شکل د پلان مطابق هره ورځ خړوبیږي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د پلان له مخې د مهترلام ښار د زرغونتیا لپاره نه ستړې کیدونې هلې ځلې کوي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS