مهترلام ښاروالۍ سږکال د ښار د پراختیا او ښاري سهولتونو په موخه ۲۸ پروژې پلي کوي
مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال په ترڅ کې د ښار د پراختیا او ښاریانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ښاروالۍ او همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ ۲۸ بېلابېلې پراختیایي پروژې پلي کوي
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په وینا، له دغو پروژو څخه ۱۲ پروژې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاروالۍ له داخلي بودیجې تمویلېږي او ۱۶ نورې پروژې د همکارو مؤسسو له لوري عملي کېږي
نوموړي وویل، په یادو پروژو کې د ښاري او کلیوالي سړکونو جوړول، د ویالو او پلچکونو ترمیم او رغونه، د پارکونو او ګلدانونو جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د ښار د ښکلا او ښاریانو د هوساینې په برخه کې به مهم رول ولوبوي
ښاروال زیاته کړه، چې د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او تر بشپړېدو وروسته به یې د مهترلام ښار اوسېدونکي له ګڼو ښاري اسانتیاوو برخمن شي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ تېر کال هم د ښار په بېلابېلو برخو کې ګڼې پراختیایي او خدماتي پروژې پلي کړې وې، چې د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوې وې
