مهترلام ښاروالۍ په لومړۍ، دوېیمه او پنځمه ناحیو کې ۳ مختلفې د بیارغونې پروژې پلې کوي

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۳۲
درې پروژې

مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام له خپلې داخلي بودجې په لومړۍ، دوېیمه او پنځمه ناحیو کې درې د بیارغونې پروژې تطبیقوي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له یادو ساحو څخه لیدنه وکړه

ښاروال وویل، چې دوی د لومړۍ او پنځمې ناحیو اړوند د ده ملخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د ګلانو او شنو بوټو د ښې ساتنې لپاره ګلدانیو ته کټارې لګوي او همداراز په یاده ساحه کې د برېښنايي تنویري پایو ترمیم ترسره کوي

همداراز نوموړي د درېیمې پروژې په اړه وویل چې د دوېمې ناحيي اړوند د حاجیانو سرک باندې د کانکریټ اچونې د چارو ترسره کول دي چې اوس مهال یې داوطلبي شوې او په نږدې ورځو کې به یې کارونه پیل شي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ سږکال له خپلې داخلي بودجې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې غټې او وړې پروژې عملي کوي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS