مهترلام ښاروال د الینګار په مسیر له عمومي سړک څخه لیدنه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې سپارښتنې وکړې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۳
لیدنه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د الینګار په مسیر له عمومي سړک څخه لیدنه وکړه او د یادې ساحې وضعیت یې له نږدې وکاته
ښاروال د لیدنې پر مهال د ګډ کمېسیون له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او هغه هڅې یې وستایلې چې د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون په برخه کې ترسره شوې دي.

 نوموړي د سړک په مسیر کې یو شمېر شته ستونزې هم په ګوته کړې او د لومړۍ ناحیې مدیر ته یې سپارښتنه وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په همغږۍ د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي

همداراز ښاروال ټینګار وکړ، چې د سړک دواړو غاړو ته ویالې او پلې لارې باید په اساسي او معیاري ډول جوړې شي، ترڅو ښاریانو ته د تګ راتګ خوندي او مناسبې اسانتیاوې برابرې شي

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ د ګډ کمېسیون له لوري له الینګار هډې څخه تر پهلوان بابا پورې د سړک دواړه غاړې له خنډونو پاکې او د ښاریانو پر مخ خلاصې شوې دي، چې له امله یې اوس خلک په اسانۍ تګ راتګ کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS