په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د سرکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۲۱
ليدنه

د مهترلام ښار په لومړۍ او دویمه ناحیو کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې تخنیکي او مسلکي امر زاهد الله مجددي او انجنیرانو یې ملتیا کوله د يادو پروژو له کارونو څخه یې ليدنه وکړه
یادې پروژې چې د حاجیانو کلي سړک رغول او د دارالمعلمین د مسیر سرک جوړونه ده، د ښاروال له لوري د ښاروالۍ تخنیکي ټیم او انجنیرانو په حضور کې له نږدې وکتل شوې
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې کارونه دې د انجینري اصولو، تخنیکي معیارونو او ترتیب شوي پلان سره سم، په باکیفیته او اساسي ډول ترسره کړي
 یادو پروژو چارې تقریباً ۸۵سلنه بشپړ شوي او پاتې کارونه یې  د پلان له مخې جریان لري، چې ډیر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS