په مهترلام ښار کې د اسد د ۲۴مې ورځې په ویاړ بېلابیل د عامه پوهاوي لیکنې نصب شول
د اسد ۲۴مې د فتحې ورځې د پروګرامونو په لړ کې، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت ترچتر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې په بینرونو لیکل شوي، د یادې ورځې د درناوي او عامه پوهاوي بېلابېل شعارونه نصب شول
یاد شعارونه چې د اسد ۲۴مې د فتحې ورځې د درناوي او نمانځنې په موخه چمتو شوي، د ښار په بېلابېلو مهمو ځایونو کې نصب شول، چې د ښاریانو له لوري یې تود هرکلی وشو
باید وویل شي چې د اسد ۲۴مې د لا ښه نمانځنې او د ښار د ښکلا په موخه، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر دې وړاندې د ښار د ګلدانونو او چوکونو د رنګولو، د فلزي او ټوټییزو بېرغونو د نصبولو او په برېښنايي تنویري پایو کې د رنګینو څراغونو د لګولو چارې هم ترسره کړې دي
د یادونې وړ ده چې د اسد ۲۴مه د افغان ملت د قربانیو، سرښندنو او د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ویاړلې ورځې په توګه هر کال په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي
