په مهترلام ښار کې د نوي بېرغونو د لګولو بهیر پيل شو

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۸:۰
بېرغونه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت د ښار د ښکلا او ملي نښو د درناوي په موخه په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او د نویو بېرغونو د لګولو چارې پیل کړي دي 

د دې پروسې په لړ کې به په ښار کې درې لارې، چوکونه او هغه مهم ځایونه چې د خلکو د تګ-راتګ زیات مرکزونه دي، له نویو بېرغونو به سينګار شي

د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري وايي، چې دا بهیر د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ځانګړې لارښونې له مخې عملي کېږي. هغه زیاتوي، چې د بېرغونو لګول یوازې یو کاري اقدام نه، بلکې د ملي ارزښتونو د درناوي یوه ښکاره نښه ده

همداراز نوموړی زیاتوي، چې دوی هر وخت یاده چاره د بېرغ د احترام او د ښار د ښکلا په موخه ترسره کوي، ترڅو له نوي بېرغونو سره د ښار ښکلا لا زیاته شي

د مهترلام ښار اوسېدونکي هم دغه اقدام ستايي او وايي، چې د نوي بېرغونو لګول ښار ته نوې څېره ورکوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS