په مهترلام ښار کې د پلو لارو د بندېدو له امله اته دوکانونه مهرلاک شول

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۵۵
پلې لارې

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي چې د لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو، د ښاري انظباتانو مدیر قاري انتظار معاذ د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک، د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو او مامورینو یې ملتیا کوله په ښار کې یې د پلو لارو د بندېدو له آمله ۸ دوکانونه مهرلاک کړل

د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي  دروازې څخه تر شهید زرقاوي چوک پورې د سړک دواړو غاړو پلې لارې، چې د ځینو دوکاندارانو او هټیوالو له لوري په ترپالونو، چترۍ‌ګانو او نورو اضافي توکو له آمله بندې شوې وې، د ښاریانو پر مخ خلاصې شوې

نوموړي زیاته کړه، چې تېره پنج شنبه یادو دوکاندارانو ته خبرداری ورکړل شوی و، خو له سپارښتنو سره سره یې بیا هم خپل توکي پر پلو لارو اېښي وو، بالاخره توکي یې راټول او دوکانونه یې مهرلاک شول
هغه ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری هم ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS