د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو د ترمیم او رنګمالۍ چارې په منظم شکل روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ښار د پارکونو د کټارو د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوي چې اوس مهال یې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي، چې دوی یاده پروژه په دې موخه په لاره اچولې ترڅو له یوه اړخه د کټارو ښه ساتنه وشي او له بله پلوه د پارک ښکلا ورسره زیاته شي
ښاروال ښاغلی شهامت وخت پر وخت د کارونو د ښه تطبیق په موخه له یادې پروژې څخه د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په ملتیا څارنه کوي او د ښه معیاري کار کولو ټینګار کوي
د یادونې وړ ده، چې د دغو چارو له بشپړېدو سره به د مهترلام ښار پارکونه لا منظم، ښکلي او د ښاریانو لپاره د تفریح مناسب چاپېریال برابر کړي
