په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یادو کټارو د لګولو پر مهال وویل، چې د هر ګل او زینتي بوټي شاوخوا کټاره لګول شوې، ترڅو له څارویو او احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي او د ښار د ښکلا بهیر دوام ومومي
نوموړي زیاته کړه، چې د ښاروالۍ د تنظیف ځانګړې ډله هم ټاکل شوې، څو له یوې خوا د ګلانو او بوټو ساتنه وکړي او له بلې خوا یې د اوبه کولو او پالنې چارې په منظم ډول پرمخ یوسي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مامور ریحان الله اریان وویل، چې دوی هره ورځ د ښار له پارکونو، ګلانو، ونو، شنو ساحو او زینتي بوټو څارنه کوي او د اوبه کولو چارې د منظم پلان له مخې عملي کوي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ سږکال د ښار د زرغونتیا په موخه د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۸ زره میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګیو د کېنولو لړۍ هم پیل کړې، چې په منظم شکل به عملي شي
