د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيې اړوند د حاجیانو د کلي د سرک دوهم فاز چارې ترسره کوي، چې نوي سهاک ودانیز شرکت د یاد سرک جوړیدو پروژې لپاره ۱۵ میلیونه ۳۵۴ زره ۵ سوه ۳۳ افغانۍ نرخ ورکولو سره په داوطلبۍ کې ګټونکی شوی، که هر څوک په یاده پروسه نیوکه لري، خپل اعتراض دې په لیکلي بڼه د اعلان له نشر څخه تر ۷ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري
