د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۸
پاکول

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۸
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۵
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS