د لومڔۍ ناحیې اړوند اتفاق کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د لومڔۍ ناحیې اړوند شپږم ګذر اتفاق کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، تر څو ښاریانو ته یو پاک او منظم چاپېریال برابر شي
په یاده برنامه کې هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
