د خپلواکۍ ورځی د ښی لمانځني په اړوند ناسته

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۴:۱۹
ناسته

یاده ناسته سه شنبه د اسد میاشتی په یوویشتمه نیټه د لومړي ناحیی مدیر انجینر ذبیح الله حمیدی په مشری ترسره شوه

په لومړی سر کی ښاغلی حمیدي د جشن په چمتووالی مفصلی خبری وکړی او اړوند مدیریتونو ته هدایت ورکړل شو تر څو هریو په خپله برخه کی لازم اجراات ترسره کړی چی وشو کولای یاد جشن په شاندارو مراسمو ترسره کړو د ښار په مختلفو برخو کی د افغانستان ملی بیرغ وځړول شی او د روښنایی سیستمونه فعال شی او ترڅنګ یی د جشن د ګډونوالو څخه د ښه استقبال په برخه کی هم خپلی تابیاوی ولري

ناسته

همدارنګه د ښار چوکونه په ښه شکل تزین شی او د سلطان غازی بابا دخولی دروازه د ازادی د سرلاری اعلحضرت غازی امان الله خان په عکسونو ښکلی شی

ورپسی د نواحیو مدیرانو ته دنده ورکړل شو تر څو د مهترلام ښار هټیوال هر یو پخپل هټۍ کی د افغانستان ملی بیرغ وځړوی تر څو له یوی خوا د هیوادنۍ مینی ښکارندوی اووسی او له بلی لوری د ښار ښکلا ورسره زیات شی

په ورته مهال د ښاروالی ټولو کارمندانو په یاده برخه کی د کامل اطمینان خبر ورکړ چی د اړوندومدیریتونو تر منځ  درسته هماهنګی شتون لری  او د یادو مراسمو په برخه کی د پوره چمتوالی خبریی ورکړ

په درنښت

# مهترلام – ښاروالۍ

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS