د پلان مطابق مهترلام ښاروالۍ له لوري د R5 سيمې اوسېدونکو ته د مسجد جوړولو لپاره ځمکه ورکړل شوه!

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۵:۴
شاروالی مهترلام

په ‌همدې موخه مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د نوموړې سيمې مشرانو سره ‌وکتل او د دوی د غوښتنې په ‌اساس يې د پلان مطابق د مسجد ‌جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړه.

د سيمې مخورو د ښاروالۍ له مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمن شول، چې د ښاروالۍ ‌د روانو چارو ملاتړ به کوي ‌او په ‌ولسي برخه کې به د ښاروالۍ لاسنيوی کوي.

په ‌ورکړل شوې ځمکه کې ‌د سيمې اوسېدونکو له لوري د مسجد ‌جوړولو چارې پيلېږي او ژر به ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شي.

۱۴۰۰/۳/۱۰

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۸
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۵
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS