د نوبتي پلان له مخې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري د علینګار د عمومي سړک صفايي ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۵:۳۴
د تنظيف کارونه

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند له ښار څخه تر شیخانو کلا پورې د علینګار د عمومي سړک د ویالو، پلچکونو، او د پلو لارو صفایي ترسره شوه
په یاده صفایي کې هغه پلچکونه او لارې چې د کثافاتو له امله بندې شوې وې، کثافات ترې راټول او لارې په منظم شکل خلاصې شوې
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۱۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د چمنونو او ګلدانونو د خړوبولو او منظمولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې، د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلدانونو، چمنونو او شنو ساحو د خړوبولو ترڅنګ د منظمولو چارې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۸
Background image

له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سرک د اساسي نقطو معلومولو چارې ترسره شوې

مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې ترسره کوي، چې اوس مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول. . .

BACK TO NEWS