د مهترلام ښار د علینګار هډې شاوخوا د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۸:۲۹
د مهترلام ښار صفايي

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکونکو له لوري نن د مهترلام ښار د نظامې محکمې ترڅنګ د علینګار هډې د شاوخوا ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته به انتقال او دفن کړل شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۱۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د چمنونو او ګلدانونو د خړوبولو او منظمولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې، د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلدانونو، چمنونو او شنو ساحو د خړوبولو ترڅنګ د منظمولو چارې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۷:۸
Background image

له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سرک د اساسي نقطو معلومولو چارې ترسره شوې

مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې ترسره کوي، چې اوس مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول. . .

BACK TO NEWS