د مهترلام ښاروالۍ د پروژو له قراردادیانو سره د کارونو د ښه کیفیت په اړه ناسته ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۱۸
مجلس

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښاروالۍ د پروژو د تطبیق او کیفیت لوړولو په موخه یوه مهمه ناسته د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي په مشرۍ ترسره شوه، چې د تخنیکي او مسلکي امریت د انجنیري عمومي مدیر محمد عارف سهاک ترڅنګ د یاد مدیریت انجنیرانو د ښاروالۍ اړوند پروژو قراردادیان پکې ګډون کړی وو
په یاده ناسته کې د پروژو د تطبیق پر څرنګوالي، د کیفیت ساتلو، پر وخت بشپړولو او د تخنیکي معیارونو مراعاتولو باندې بحث وشو.
 انجنیر زاهد الله مجددي پر قراردادیانو غږ وکړ چې خپلې پروژې باید د منظور شوي ډیزاین، مشخصاتو او تخنیکي اصولو مطابق تطبیق کړي او له هر ډول کم‌کارۍ او بې‌کیفیته کارونو ډډه وکړي
ښاغلي مجددي ټینګار وکړ چې ښاروالۍ به د پروژو څارنه لا جدي کړي او د کیفیت پر وړاندې هېڅ ډول غفلت به ونه زغمي
نوموړي زیاته کړه چې ښاریان د ښې حکومتولۍ، شفافیت او ښاري خدمتونو لوړ کیفیت ته هیله‌مند دي، نو اړینه ده چې ټول اړوندې خواوې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي
د ناستې په پای کې قراردادیانو د ښاروالۍ له لورې د تخنیکي لارښوونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پروژو د تطبیق پر مهال به ټولو تخنیکي معیارونو ته ژمن پاتې کېږي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS