د مهترلام ښار د زرغون چاپېریال لپاره هڅې روانې دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۴۶
تنظيف

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د منظم کولو او خړوبولو چارې په منظم شکل جریان لري
د یاد مدیریت د سرسبزۍ مامور، انجنیر ریحان‌الله آریان، وایي چې دوی هره ورځ له پارکونو او د ښار له ګلدانونو څخه څارنه کوي او د زرغون ساحو د خړوبولو، پاک ساتلو او ښکلي کولو لپاره یو منظم پلان لري
د هغه په وینا، د اوبو رسونې یو معیاري سیستم یې جوړ کړی چې له لارې یې ټول نیالګي او شنې ساحې وخت پر وخت او په منظم ډول خړوبېږي او همداراز د نیالګیو او زینتي بوټو قینچي کاري هم ترسره کېږي
نوموړي زیاتوي" چې د ښار زرغون چاپېریال د ښاریانو د آرام، روغتیا او خوښۍ لپاره ډېر مهم دی، نو له همدې امله هڅه کېږي چې دا بهیر دوامداره وساتل شي
د مهترلام ښار اوسېدونکي هم له دغو نوښتونو خوښ دي، او له ښاروالۍ څخه غواړي چې د پارکونو، شنو ساحو او ښاري ګلدانونو ساتنې او پراختیا ته لا زیات پام وکړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS