په مهترلام ښار کې د یخ د بیې او انتقال کنټرول لپاره د ښاروالۍ جدي اقدامات ترسره شول

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۰:۵۴
يخ کنټرول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري نظم د ټینګښت، د احتکار مخنیوي او د ښاریانو لپاره د یخ مناسب عرضه کولو په موخه، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه، د ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ امرینو یې ملتیا کوله د مهترلام ښار د یخ فابریکو له مسؤلینو سره د ناستې ترڅنګ د یادو فابریکو له فعالیتونو څخه مستقیمه لیدنه او نظارت ترسره کړ
په دې لیدنه کې، ملا عباس ابراهیمي د یخ فابریکو مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د لغمان ولایت له پولو څخه باید یخ نورو ولایتونو ته انتقال نه شي، ترڅو د ولایت دننه د یخ اړتیاوې په پوره ډول پوره شي او خلکو ته د اړتیا وړ یخ پر مناسب نرخ برابر شي
همداراز، نوموړي یخ تولیدوونکو ته د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل شوي نرخنامې یادونه وکړه، چې له مخې یې یوه کنده یخ باید په عمده ډول په ۳۰ افغانۍ وپلورل شي او همداراز په ښار کې یخ پلورونکي یوه کنده یخ  له ۵۰ افغانۍ پورته نشي پلورلی، که هر چا له پورته نرخنانې څخه سرغړونه وکړه قانوني چلند ورسره کېږي، چې بیا حق د شکایت نه لري
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه وایي، چې دغه ډول اقدامات د بازار د تنظیم، د احتکار د مخنیوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره ضروري دي، او یاده چاره به هره ورځ ترسره کېږي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۶
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د بخش اول سیمې شاوخوا د کثافت دانیو د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند بخش اول سیمې  شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د مهترلام ښار د یو شمیر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې


د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري چې مشري یې مامور عزت الله نیازي کوله د لومړۍ ناحيې اړوند نظامي محکمې شاوخوا د یو شمیر ویالو او پلچکونو پاکونه ترسره شوه
په یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۱۸
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

BACK TO NEWS