حاجي محمد طالب خپلواک یو ځل بیا د مهترلام ښار د اصنافو د رئیس په توګه وټاکل شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۱۹
د اصنافو رئيس

د مهترلام ښار د اصنافو د غوښتنې، د لغمان ولایت مقام د رسمي حکم او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د لارښوونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري حاجي محمد طالب خپلواک یو ځل بیا د مهترلام ښار د اصنافو د رئیس په توګه وټاکل شو
د نوموړي د ټاکنې په مراسمو کې د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې امر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د ښاري حکومتولۍ امر حاجي عباس عمري، د اصنافو استازو او یو شمېر دوکاندارانو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ امر حاجي عباس عمري وویل، چې د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې د اصنافو رئیس هر درې کاله وروسته ټاکل کېږي، او دا چې د حاجي محمد طالب خپلواک موده بشپړه شوې وه، نو د مهترلام ښار د اصنافو د غوښتنې، د ولایت مقام د حکم او د ښاروال په لارښونې نوموړی یو ځل بیا د درې کلونو لپاره د اصنافو د رئیس په توګه اعلان شو
حاجي محمد طالب خپلواک د ولایت مقام، ښاروالۍ او د اصنافو له استازو څخه مننه وکړه چې پرې یې باور وکړ، او ژمنه یې وکړه چې د تېرو کلونو په پرتله به لا ښه خدمتونه وړاندې کړي
د یادونې وړ ده، چې نوموړي له دې وړاندې هم د اصنافو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې وه، چې اوس یې موده د درېیو نورو کلونو لپاره تمدید شوه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS