مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې میدان ښار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده
د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوي چې مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې په نیمه پایلوبه کې خپل سیال میدان ښار ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده
د یادې سیالۍ د لیدلو او د لوبغاړو د تشویق لپاره د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، ترڅنګ، قومي مشرانو، ځوانانو، لوبغاړو او د والیبال د لوبې مینوالو ګډون کړی وو
د ټورنمېنټ مسؤلینو وویل، چې یادې سیالۍ یې د غازیانو د پُل او سنګره سرک د جوړیدو په موخه په لاره اچولي، ترڅو ننداره چیان راشي له یوه اړخه د نوي پُل او سرک د جوړیدو ننداره وکړي او له بله پلوه د والیبال له سیالیو خوند واخلي
مسؤلین زیاتوي، چې د یاد ټورنمېنټ ګټونکي لوبډلې ته د نورو جایزو، مډالونو او کپونو ترڅنګ موټرسایکل هم ورکول کېږي
د والیبال د لوبې مینوال او ننداره چیان یادې سیالۍ د ځوانانو او قومونو ترمنځ د یووالي یوه ښه بېلګه یادوي او د ټورنمېنټ له مسؤلنیو مننه کوي، چې د ځوانانو لپاره یې یوه ښه تفریح برابره کړې ده
د یادونې وړ ده چې د غازیانو پُل او د سنګره سرک تازه د دولت او ولسونو په ګډې همکارۍ جوړ شوی چې اوس مهال خلک پرې تګ راتګ کوي
