د دویمې ناحيې درېیم ګذر اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی مندیګل بیدار د خایسته ګل زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند درېیم ګذر کټل او میدانیو اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د دویمې ناحيې مدیر حاجي محمد حسین الکوزي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي مندیګل بیدار ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل بيدار د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د کټل او میدانیو کلیو له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي
