د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې چارې %۹۰ فیصده بشپړې شوي دي

web_admin
Tue, Jan 21 2025 8:10 AM
د شهيد حبيب الرحمن پارک

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي چې تر اوسه یې %۹۰ فیصده کارونه بشپړ شوي دي

په دغه پروژه کې د ۱۰۲ متره په طول او ۶۰ متره په عرض احاطه، دوه دروازې او کټارې شاملې دي، چې د احاطې کارونه یې بشپړ شوي او ډیر ژر به یې پاتې نور کارونه هم ترسره شي
یاده دې وي چې په یاده پروژه کې په ورځني ډول ۱۸ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS