د شیخانو د کلي اړوند د الینګار ولسوالۍ د عمومي سرک د پلچک ستونزه حل شوه

web_admin
Sun, Jan 28 2024 9:57 AM

د مهترلام ښاروالۍ له لورې د لومړۍ ناحیي اړوند شیخانو کلي تر څنګ د الینګار په عمومي سرک هغه پلچک چې له کلونو راهیسې خراب ؤ د بیارغونې کارونه یې پیل شوي دي

د مهترلام ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي امر انجینر زاهد الله مجددي وویل: د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه مو د لومړۍ ناحيي اړوند شیخانو کلي کې په هغه پلچک کار پیل کړی کوم چې له کلونو راهیسې ویجاړ ؤ

نوموړي زیاته کړه، د یاد پلچک په جوړیدو سره به د یادې سیمې د اوسیدونکو تر څنګ د الینګار ولسوالۍ د موټر چلونکو او مسافرو ډیری ستونزې به حل شي

د شیخانو د کلي اوسیدونکو د یاد پلچک په جوړیدو سره خوښي وښوده او د ښاروالۍ ریاست مقام څخه یې مننه وکړه چې د دوی ستونزو ته رسیده ګي کوي

۱۴۰۲/۱۱/۸  مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتو_دفتر

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS