د لومړۍ ناحيي له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

web_admin
Tue, Aug 05 2025 11:06 AM
د همغږۍ ناسته

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ مدیریت له لوري د یادې ناحيي له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې د ناحيي مدیر ښاغلي ملا عباس ابراهیمي ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او له ګذر وکیلانو یې غوښتنه وکړه چې په خپلو سیمو کې د ښاروالۍ له کارمندانو سره د فورمو په ویشلو او د ښاري خدماتو محصول په راټولو کې همکاري وکړي
همداراز نوموړي زیاته کړه چې ښاروالۍ یوه تصدي اداره ده چې خپل عواید له ښاریانو څخه راټولوي او بیرته د ښاریانو د سهولت لپاره په مصرف رسوي
ګذر وکیلانو د ښاروالۍ له فعالیتونو خوښي وښوده او خپل یو لړ ستونزې یې د حل په موخه د ناحيي له مدیریت سره شریکې کړې
په پای کې د ناحيي مدیر ټولو ګذر وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګي کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS