د لومړۍ ناحیې اړوند دوهم ګذر لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
Mon, May 18 2026 5:50 AM
 وکیل ګذر

د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې، په هر ګذر کې د درې کلونو لپاره ګذر وکیل ټاکل کېږي. په همدې موخه، د مهترلام ښار د یو شمېر ګذر وکیلانو دندې پای ته رسېدلې او د اوسېدونکو په رضایت او غوښتنه نوي ګذر وکیلان ټاکل کېږي

د یادو ګذر وکیلانو د ټاکلو په لړ کې نن حاجي شرف الدین (مومند مجاهد خېل) د حاجي عماد الدین زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د دوهم ګذر غربي قلعه دامان لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و
 د ښاري حکومتولۍ مسؤلینو له لوري ښاغلي شرف الدین ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپلې چارې د نافذه قوانینو او اصولو له مخې پرمخ یوسي
په پای کې نوي ټاکل شوي ګذر وکیل د مهترلام ښاروالۍ له ریاست مقام او د سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه، چې پر ده یې باور وکړ او نوموړی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د خپل توان مطابق به د سیمې خلکو ته په اخلاص او صداقت خدمت کوي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS