د مشرتابه ۱۷مه او ۲۰مه ګڼه فرمانونه د لغمان ولایت په بېلابیلو ساحو کې د عامه پوهاوي لوحې ولګول شوې

web_admin
Mon, Mar 02 2026 8:38 AM
بنرونه

د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست او د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان ولایت د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د مشرتابه د ۱۷مه او ۲۰مه ګڼه فرمانونه د عملي کولو او تطبیق په موخه په بېلابیلو ژبو د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول
د چارو ادارې د مطبوعاتو ریاست له لوري د راغلي پلاوي د معلوماتو له مخې د عامه پوهاوي بنرونو له لګولو یې هدف دادی چې خلک د امیرالمؤمنین د یاد شوي فرمانونو اړوند پوهاوی ترلاسه کړي او هره ماده یې په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي

په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ټینګار شوی، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو، او همداراز د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال باید له هغو ناسم او ستړیا جوړونکو دودونو څخه ډډه وشي، کوم چې د خلکو پر اقتصاد او ټولنیزو ارزښتونو ناوړه اغېز لري

همداراز په ۲۰مه ګڼه فرمان کې لیکل شوي چې د ښاري طرحو ( پلانونو) اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو د خپرول په هکله ښاروالۍ باید ښاریانو ته معلومات وړاندې کړي، ترڅو خلک وشي کولای چې په اسانۍ سره خپلې چارې ترسره کړي

د لغمان مېشت اوسېدونکي د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست یاد اقدام ستایي او د مشرتابه د فرمانونو هرکلی کوي 

دوی وايي، د یاد فرمانونو په عملي کولو سره به له یوه اړخه خلک له اقتصادي مشکلاتو وژغورل شي او له بلې خوا به له ناوړه رواجونو، تاوتریخوالي او ټولنیزو بدبختیو څخه خلاص شي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري یاد فرمانونه د ښار په مختلفو ساحو کې د عامه پوهاوي په موخه په دیوالونو هم لیکل شوي دي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS