د مهترلام ښاروالۍ دعوت ارشاد بست لپاره په شرایطو برابر له ۱۷ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

web_admin
Tue, Jan 28 2025 9:45 AM
د دعوت ارشاد بست ازموينه

یاده ازموینه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې په حضور کې واخیستل شوه چې حق به حقدار ته وسپارل شي
ښاروال وویل، چې یاده ازموینه دوه برخې لري چې لومړۍ برخه یې (تحریري) وه چې له یادې ازموینې څخه به پنځه د ډیرو نمرو لرونکو کسانو څخه د دویم پړاو (تقریري) ازموینه هم واخیستل شي
نوموړی وايي، ازموینه مو شفافه ده او حق به حقدار ته ورکول کېږي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د دریو ثبت املاک بستونو لپاره هم تیره ورځ ازموینه اخیستل شوې وه چې ډیر ژر به يې د کمیټې له لوري پرچې وکتل شي او کامیابان به اعلان کړل شي

Latest news

Thu, Jun 18 2026 5:50 AM
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

Thu, Jun 18 2026 5:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

Thu, Jun 18 2026 5:44 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS