د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال عوايدو کې ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی

web_admin
Mon, Mar 30 2026 9:54 AM
عواید

د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نیکت الله عزیزي وايي، چې په ۱۴۰۴ کال کې يې د ښاروالۍ عايداتي سرچينو څخه ۱۰۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د ۱۴۰۳ کال د عوايدو په نسبت ۷ سلنه پکې زیاتوالی راغلی دی

نوموړي وویل، چې دغه عوايد يې د مارکيټونو، دروازو، د جوازونو، غرفو د کرايې او ښاري خدمتونو څخه ترلاسه کړي دي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق بیا د عوايدو زياتوالی د ښاري خدمتونو زياتوالی، د عوایدو شفافه راټولونه او د کارکوونکو مخلصانه هلې ځلې ګڼي او زياتوي، چې په روان کال کې به هم هڅه وکړي، څو دغه عوايد نور هم زيات او په مهترلام ښار کې د پروژو او نورو بېلابېلو برخو کې د خدماتو او اسانتياوو لپاره په مصرف ورسوي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ په ۱۴۰۴ کال کې په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ د بیارغونې پروژې  هم پلې کړې چې د ۹ پروژو چارې بشپړې شوي او د پاتې درې پروژو کارونه لا هم جریان لري، چې شاوخوا ۸۵ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS