د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا چارې روانې دي

web_admin
Mon, Jun 16 2025 4:41 AM
د پارکونو سرسبزه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د دې ښار په ټولو پارکونو کې د نیالګیو، ونو، ګلانو او زینتي بوټو د حشراتو او نباتي ناروغیو د مخنیوي په موخه د دوا پاشۍ چاره پیل شوې، چې په ټولو پارکونو او ګلدانونو کې به عملي شي یاده چاره چې تقریباً یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې تر اوسه په یو شمیر پارکونو او د ښار ګلدانونو کې دوا پاشي ترسره شوې ده د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع‌الله نیازي چې د یاد مدیریت مامور انجنیر ریحان اریان یې ملتیا کوه، د دوا پاشۍ له چارو څخه یې څارنه وکړه، ترڅو کارونه د پلان له مخې په معیاري شکل ترسره شيمدیر شفیع الله نیازي وویل، دا چاره به د ښار ټول پارکونه، ونې، ګلونه او زینتي بوټي رانغاړي، ترڅو د حشراتو او امراضو مخنیوی وشي او ښاري چاپېریال لا زیات زرغون او ښکلی پاتې شيد یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د پلان له مخې د پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو د خړوبولو چارې هم په منظم شکل ترسره کوي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS