د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ویالو او پلچکونو پاکولو چارې ترسره شوې

web_admin
Wed, Jun 18 2025 11:08 AM
د ويالو پاکونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د ښار د ښاري چاپېریال د پاک ساتنې او د اوبو د بهیر د عادي جریان د تضمین په موخه خپلې پلان شوې هڅې دوامدارې ساتلې دي، د همدې هڅو په لړ کې د ښاروالۍ زیارکښو کارکوونکو د لومړۍ او دویمې ناحیې اړوند ویالې او پلچکونه پاک کړل
له یو شمیر ویالو او پلچکونو څخه راټول شوي کثافات، خځلې، خټې او نور جامد مواد لرې او پاک شول، چې له امله یې د اوبو جریان بېرته عادي حالت ته راوګرځېد
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو له هڅو مننه کوي او له ښاریانو غواړي چې د ویالو پر سر د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او د ښار پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS