د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۰ زره نیالګیو کینولو لړۍ پیل شوه

web_admin
Wed, Feb 14 2024 7:32 AM

مهترلام ښاروالۍ د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه د لس زره نيالګېو کينولو کمپاین پیل کړ

 په یاد کمپاین کې د لغمان مرستیال والي الحاج مولوي اختر محمد مزمل سربیره، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د چاپیریال ساتنې رئیس حاجي احمد شاه ابراهیم، د ښاروالۍ امرینو، مدیرانو، مامورینو او د یو شمیر نورو ادارو رئیسانو، ګذر وکیلانو، کارمندانو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ

مرستیال والي وویل: دا چې د اوسني نظام موخه او هدف وطن ابادول او سمسورول دي، هر څه یې په عمل کې ښودلې او نن مو د وطن د ابادولو یوه بله لړۍ پیل کړه چې د لغمان په ټولو ساحو کې به نیالګي کینول شي

مهترلام ښاروال وویل: د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه د ښاروالۍ له بودیجې سږکال د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو، پارکونو، او ګلدانیو کې لس زره نیالګي کینوي، چې په یادو نیالګیو کې به میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي بوټي شامل وي

 نوموړي زیاته کړه، د تیرکال په پرتله سږکال درې برابره نیالګي کینول کیږي، تیرکال ۳۰۳۲ نیالګي کینول شوي چې ښه پالنه او ساتنه یې شوې ده

 د مهترلام اوسیدونکو او نبات پيژندونکو د ښاروالۍ رياست دغه کړنه وستايله او زیاته یې کړه چې په دې سره به مهترلام ښار نور هم زرغون شي، د اکسیجن تولید به زیات شي، ناروغۍ به کمې شي او چاپیریال به ورسره پاک شي

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې د بیا رغونې کارونه روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده

 ۱۴۰۲/۱۱/۲۵

مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتو_دفتر

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS